د افغانستان اوسنی حکومت یو ټول شموله حکومت دی چې ټول قومونه پکې شامل دي 

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وویل: د افغانستان اوسنی حکومت د ټولو قومونو په ګډون یو ټول شموله حکومت دی.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو نن چهارشنبه د وږی ۲۸ مه په یوه خبرپاڼه کې د دغه وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په روسیه کې له مېشتو افغانانو سره د افغانستان په سفارت کې د کتنې خبر ورکړ.

ملا خیرالله خیرخواه وویل: افغانستان له پنځه لسیزو جګړو وروسته یو پیاوړی مرکزي نظام لري، د یووالي، ثبات، امنیت او ورورګلوۍ زمینه یې ایښودل شوې او افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور او هویت دی.

 نوموړي د روسيې او افغانستان اوسنۍ اړيکې د قناعت وړ وبللې او له ګاونډيو هېوادونو سره يې د ټينګو دوستانه اړيکو غوښتنه وکړه.  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه : دافغانستان اسلامي امارت په تيرو دريو کلونو کې په بيلابيلو برخو کې لکه :  د نشه يي توکو او اداري فساد پر وړاندې مبارزه ډېرې لاسته راوړنې لري.

ملا خیرالله خیرخواه د افغانستان سفارت په مسکو کې په هغه هېواد کې د مېشتو افغانانو کور او د سفارت کارکوونکي د خلکو خدمتګاران وبلل او پر یووالي او ورورولۍ یې ټینګار وکړ او له هغو کدرونو یې وغوښتل چې د هېواد ملي سرمایه ده هېواد ته د خدمت لپاره راستون شو.  دغه حکومتي چارواکي اوسنی سرپرست حکومت یو ټول شموله حکومت بولي چې له ټولو قومونو جوړ او له قومي او ژبني تعصب څخه پاک دی.

 په روسيه کې د مېشتو افغانانو په استازيتوب يو شمېر فرهنګي کارپوهانو د افغاني فرهنګ د ودې او پراختيا په برخه کې خپل نظريات او وړانديزونه شريک کړل او په روسيه کې يې د يوه فرهنګي مرکز د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .